۰
د مدني فعالانو او رسنیو ګډه ډله:

د قطر بین الاافغاني ناستې ګډونوال باید له طالبانو سره پر اوربند خبرې وکړي

شنبی ۱۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۵
د مدني فعالانو او رسنیو د استازو ګډه ډله ټینګار کوي، چې د قطر بین الاافغاني ناسته کې ګډون کوونکي افغان سیاسیون باید له طالبانو سره پر اوربند خبرې وکړي.
د قطر بین الاافغاني ناستې ګډونوال باید له طالبانو سره پر اوربند خبرې وکړي
د مدني فعالانو او رسنیو د استازو ګډه ډله ټینګار کوي، چې د قطر بین الاافغاني ناسته کې ګډون کوونکي افغان سیاسیون باید له طالبانو سره پر اوربند خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مدني ټولنې او رسنیو استازو نن شنبې د چنګاښ ۱۵ مه کابل کې د یوې غونډې پر مهال د دغه ډلې په اعلامیه کې ټينګار وکړ، چې اوربند باید د دوی د خبرو لومړیتوب وي.

د مدني ټولنې غړي یوسف رشید و ویل، چې د غونډې ګډونوال باید له طالبانو سره پر اوربند او د جګړې په درولو ټینګار وکړي او د باور داسې فضا رامنځ ته کړي، چې پر مټ یې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي.
 
د هغه په وینا د غونډې ګډونوال نه باید د خپلو شخصي او ګوندي ګټو په لټه کې شي، بلکې د افغانستان ملي ګټې او اساسي ارزښتونه په پام کې ونیسي او له طالبانو سره پرې خبرې وکړي.

دغه راز د رسنیو په استازیتوب فریده نېکزاد و ویل، چې د قطر د تېرو خبرو جزیات له ولس سره نه دي شریک شوي او د بین الاافغاني ناستې ګډونوالو ته په کار ده، چې له طالبانو سره د خبرو له جزیاتو ولس خبر کړي.

د خبریالانو د ټولنې مشر فهیم دشتي هم و ویل، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو جزیات له افغان ولس سره نه دي شریک شوي او خلک په دې اړه اندېښنې لري.

د هغه په وینا نه یوازې له خلکو بلکې فکر کوي، چې د دغه خبرو جزیات ان د افغان حکومت له مشرانو سره هم نه دي شریک شوي.

د مدني ټولنې او رسنیو فعالان پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې همدا نن د افغان سیاسیون یو ۳۰ کسیزه پلاوی قطر ته روان شو.

دغه پلاوی به په هغه بین الاافغاني ناسته کې ګډون وکړي، چې د جرمني او قطر په هڅو او کوربتوب سبا یکشنبې د چنګاښ ۱۶ مه پیل او دوه ورځې به دوام وکړي.

دغه غونډې ته له تلونکي پلاوي هم دوه کسانو عمر زاخېلوال او د سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سیلم وایي، دې غونډه کې به هڅه وشي، چې د حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي