۰
سرچینې:

امریکايي او طالب استازي د سولې د یوه احتمالي هوکړه لیک په چمتو کولو بوخت دي

شنبی ۱۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۳
سرچینې وايي، قطر کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي او د ملا عبدالغني برارد او شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ طالب استازي د سولې د یوې احتمالي هوکړې د سند په چمتو کولو بوخت دي.
امریکايي او طالب استازي د سولې د یوه احتمالي هوکړه لیک په چمتو کولو بوخت دي
سرچینې وايي، قطر کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي او د ملا عبدالغني برارد او شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ طالب استازي د سولې د یوې احتمالي هوکړې د سند په چمتو کولو بوخت دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاتوي، چې امریکایانو او طالبانو د سولې یوه هوکړه لیکلې وه، خو د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو چې بحثونو پرمختګ کړی نو دا سند او هوکړه یو وار بیا له سره لیکل کېږي.

طالبانو وړاندې هم ویلي و، چې له امریکا سره یې خبرو کې له ۸۰ تر ۹۰ سلنې پرمختګ شوی او دا خبرې نن هم دوام لري، چې ښايي یوې موافقې ته ورسېږي.

ځینې غربي رسنیو راپور ورکړی، چې طالبان او امریکایان په ډېرو مواردو کې هوکړې ته رسېدلي او اوس په دې اړه د هوکړې سند کې به افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او افغانستان نه د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو د ګواښ نه پېښېدلو په تړاو د هوکړې موارد ذکر شي.

راپور وايي، طالبان او امریکایان هڅه کوي چې طالبانو سره د مدني فعالانو، خبریالانو، ښځو او ځوانان د دوحې د سبانۍ غوندې نه وړاندې په دې اړه یو بشپړ سند چمتو کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې سبا د قطر پلازمېنه دوحه کې د جرمني او قطر په ګډو هڅو او کوربتوب بین الاافغاني ناسته وشي، چې دوه ورځې به دوام ولري.

دغه ناستې ته نن شنبې د چنګاښ ۱۶ مه د افغان سیاسیون یوه ۳۰ کسیزه ډله هم ورغله او ټاکل شوې د ناستې د ټولو برخوالو شمېر به ۶۴ تنه وي.

که څه هم د غوندې اجنډا تر اوسه نه ده معلومه خو غوندې ته ورغلي ځینې افغان سیاسیون وایي، غونډه کې به هڅه وشي، چې د حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

طالبانو هم په دې ناسته کې د ګډون تایید کړی دی، خو دا یې نه ده په ګوته کړې، چې د دوی له خوا به په دې ناسته کې څوک ګډون کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي