۰
اسوشټېډ پرېس:

د قطر خبرو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش رد شوی دی

یکشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۵
قطر کې له طالبانو سره په خبرو کې ګډونوالو امریکايي چارواکو ویلي، چې په خبرو کې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال وېش یې رد کړی دی.
د قطر خبرو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش رد شوی دی
قطر کې له طالبانو سره په خبرو کې ګډونوالو امریکايي چارواکو ویلي، چې په خبرو کې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال وېش یې رد کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا او طالبانو تر منځ د تېرې اوونۍ د شنبې له ورځې راهیسې خبرې روانې وې، چې تر پرونه یې دوام درلود، خو اوس د بین الاافغاني خبرو په پار ځنډول شوې دي.

دواړه لوري وايي، د تېرو ورځو په خبرو کې خورا ډېر پرمختګ شوی او تمه ده چې یوې موافقې ته سره ورسېږي.

وړاندې طالبانو هم ویلي و، چې په خبرو کې پرمختګ شوی خو ځینې خنډونه لا هم شته چې په اړه به یې خبرې دوام ولري.

اوس د پرونۍ خبرو تر پای ته رسېدو وروسته د خبرو ګډونوالو امریکايي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش رد کړی دی.

د خبرو یو تن ګډونوال امریکايي چارواکي د نامه نه ښودو په شرط اسوشټېډ پرېس ته ویلي، امریکایي لوري هغه مهالوېش د سولې د معاملې د برخې په توګه نه دی منلی چې ګواکي په اتلسو میاشتو کې به بهرني ځواکونه له افغانستان وځي.

تر دې وړاندې ګڼو سرچینو ویلي وو، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش د طالبانو او امریکايي لوري ترمنځ اختلاف دی.

طالبانو ټینګار کاوه، چې په شپږو میاشتو خو امریکایي چارواکو بیا تر دوه کلونو پورې د سرتېرو د ایستلو خبره کوله.

خو له دې ټولو سره د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، په څلور واړه مهمو او کلیدي مسایلو کې د پام وړ پرمختګ شوی او د پای ته رسېدو لپاره به یې خبرې دوام ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي