حکمتیار:

د قطر بین الاافغاني ناسته د بن ناستې ته ورته ده، امریکا نه شي کولی دا حکومت چا ته تسلیم کړي

16 سرطان 1398 ساعت 11:27

د اسلامي حزب مشر او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار وايي، قطر کې بین الاافغاني ناسته د بن ناستې ته ورته ده او ورته ناستې د افغانستان ستونزه نه شي حل کولی.


د اسلامي حزب مشر او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار وايي، قطر کې بین الاافغاني ناسته د بن ناستې ته ورته ده او ورته ناستې د افغانستان ستونزه نه شي حل کولی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې حکمتیار چې نن یکشنبې د چنګاښ ۱۶ مه کابل کې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې و ویل، چې د قطر ناستې ته نه هم حکومت، نه هم د ګوندونو استازي او نه هم مهمې افغان سیاسي څېرې ورغوښتل شوې، بلکې د ده په وینا ګډونوال یې زیاتره مجهول الوهویه افراد دي او د ناستې اجندا هم نه ده معلومه.

د هغه په وینا دغه ډول ناستې نه د افغانستان ستونزې حل کولی شي، نه سوله راوستی شي، نه د پرېکړو صلاحیت لري او نه یې هم پرېکړې چا ته د منلو دي.

نوموړي ټینګار وکړو چې ځینې کسان د نظام د تغیر لپاره فکر کوي، چې یو موقت حکومت رامنځ ته کول اړین دي، خو د ده په وینا دا یوه ناکامه او ترخه تجربه ده، چې نه دوی ته او نه هم نور افغان ولس ته د منلو ده.

هغه وړاندې و ویل« ان که امریکا وغواړي د کابل حکومت چا ته وسپاري دا کار نه شي کولی، که څوک دا تمه لري، چې امریکا به ورته ارګ تسلم کړي، اشتبا کوي، ځکه امریکا دا نه شي کولی، که یې کولی شوی نو په تېرو ۱۸ کلونو کې به یې د خپلې خوښې یو قوي او مضبوط حکومت رامنځ ته کړی و، په خواشنۍ سره ځینو کسانو د ناکامو تجربو لار غوره کړې، خو هغوی به له هغمو پایلو سره مخ کېږي، چې سلف یې ورسره مخ شوي وو.»

حکمتیار په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون د بحران دوام وباله ویې ویل، چې د افغانستان د بحران څخه د وتلو یوازې حل لار د بهرنیو ځواکونو وتل، شفافه، رڼې او عادلانه ټاکنې، چې ټول په کې ګډون ولري دي.

د اسلامي حزب مشر او د ولسمشرۍ نوماند حکمتیار وايي، د رڼو او عادلانه ټاکنو لپاره باید حکومت، افغان مطرح لوري او ذیدخل هېوادونه سره یوه خوله او همکار شي که نه دا بحران او جګړه به همداسې دوام وکړي.

ده ټينګار وکړ، چې که چېرې د طالبانو په ګډون ټولو لوري په دې توافق ولري، چې اقتدار ته د رسېدو لار ټاکنې دي، نه وسله، دایمې اوربند ته چمتوي وي، د بهرنیو له مداخلو سره مخالف وي، د افغانستان خپلواکۍ ته به درناوی لري، د رتلونکې په اړه به خپله افغانان پرېکړه کوي، بهرني هېوادونه به تپل شوې جګړې افغانستان ته نه راوړي، افغانستان ته به وسلې او جنګیالي نه رالېږي، د نورو پر ضد او خپل منخ کې به یې نه جنګوي نو د افغانستان روان بحران حل کېدای شي او له دې پرته به جګړه همداسې دوام ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118059

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118059/

جمهور
  https://www.jomhornews.com