د امریکا په فوریډا کې چاودنې ۲۱ تنه ټپیان کړي دي

16 سرطان 1398 ساعت 11:40

راپورنه وایي، د امریکا په فلوریډا ایالت کې چاودنه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۱ تنه ټپیان شوي دي.


راپورنه وایي، د امریکا په فلوریډا ایالت کې چاودنه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۱ تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه د فلوریډا ایالت په جنوب کې د پیزې په یوه رستورانټ کې رامنځ ته شوې ده.

تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دی معلوم خو د اطفایيې مامورینو ویلي، د پېښې په ځای کې یې د ګاز چاودلي پایپونه موندلي دي.

د سیمې د پولیسو یوې افسرې جسیکا راین ویلي، په چاودنه کې لږترلږه ۲۱ کسان برسېرن ټپیان شوي  او یو شمېر دوکانونه او موټر زیانمن شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 118061

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118061/

جمهور
  https://www.jomhornews.com