سناتوران:

د قطر بین الاافغاني ناستې ګډونوال د پرېکړو صلاحیت او اهلیت نه لري

16 سرطان 1398 ساعت 14:49

د مشرانو جرګې غړي ټینګار کوي، چې د قطر بین الاافغاني ناسته کې ګډون کوونکي کسان د افغان سولې په تړاو د پرېکړو صلاحیت او اهلیت نه لري.


د مشرانو جرګې غړي ټینګار کوي، چې د قطر بین الاافغاني ناسته کې ګډون کوونکي کسان د افغان سولې په تړاو د پرېکړو صلاحیت او اهلیت نه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې قطر کې بین الاافغاني غونده نن یکشنبې د چنګاښ ۱۶ مه په ځاي وخت ۱۰ بجې پیل شوه، چې سبا به هم دوام وکړي.

دغه غونډه چې ګډونوال یې ۵۲ تنه افغان سیاسیون او د عباس ستانکزي په مشرۍ ۱۷ کسه د وسله والو طالبانو استازي دي د قطر د بهرنیو چارو د وزیر په وینا پیل شوه.

د غونډې په پیل کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم خو تر ۱۰ دقیقو وروسته له غونډې ووت، د غونډې په اړه یې خوښوده او ویې ویل، چې یاده غونډې د سولې د خبرو بشپړونکې ده.

خو افغان سناتوران وايي، د دغه غونډې برخوال د افغان سولې په تړاو د کومې پرېکړې صلاحیت او اهلیت نه لري او نه به هم د سولې سره کومه مرسته وکړی شي.

د مشرانو جرګې غړي ګل احمد اعظمي و ویل، چې وارداتي او نیابتي سوله د افغانستان د خلکو درد نه شي دوا کولی او نه هم هغه کسان چې په یاده غونده کې ګډون لري د سولې په تړاو د کومې پرېکړې صلاحیت او اهلیت لري.

سناتور رحمت الله اڅکزي ټول خلک د سولې پلوي دي او د غونډې ګډونوال باید په خبرو کې پر اوربند او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په مخامخ خبرو ټینګار وکړي.

د سناتور اڅکزي په وینا، که چېرې اوربند او د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ مخامخ خبرې ونه شي د سولې پروسه مفهوم نه لري.

ځینو سناتوران بیا په قطر کې د امریکا او طالبانو او دغه راز د طالبانو او افغان سیاسیون تر منځ خبرو سره هم مهاله په هېواد کې وروستیو خونړیو بریدونو باندې نیوکه وکړه او ویې ویل، چې که چېرې دا پروسه همداسې دوم وکړي، د وخت له ضایع کولو پرته بل څه نه دي.

خو سناتور صفي الله هاشمي بیا و ویل، چې امریکا د قطر د خبرو جزیات له افغان ولس نه پټ ساتلې او د قطر بین الاافغاني ناستې ګډونوالو ته یې هم ویلي، چې د خبرو جزیات پټ وساتي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې امریکا له طالبانو سره په معامله کې ده، نه په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټنګښت په غم کې.
د سناتورانو په وینا که امریکا په رښتیا په افغانستان کې سوله وغواړي، ډېر ژر دا کولی شي، ځکه امریکا پر طالبانو او د هغوی پر ملاتړو د فشار راوستو ګڼې لارې په لاس کې لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 118071

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118071/

جمهور
  https://www.jomhornews.com