د ولسي جرګې اداري پلاوی بشپړ شو، منشي او نایب مشني هم وټاکل شول

16 سرطان 1398 ساعت 15:48

له دوه میاشتني جنجال او ناندریو وروسته بالااخره ولسي جرګه وتوانېده، چې د منشي او نایب منشي په ټاکلو سره د جرګې اداري پلاوی بشپړ کړي.


له دوه میاشتني جنجال او ناندریو وروسته بالااخره ولسي جرګه وتوانېده، چې د منشي او نایب منشي په ټاکلو سره د جرګې اداري پلاوی بشپړ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرګې غړو د نن یکشنبې چنګاښ د ۱۶ مې په غونډه کې د څلورم ځل لپاره د منشي او نایب منشي د څوکۍ لپاره ټاکنې تر سره کړې خو بیا هم یو نوماند بریالی نه شو.

څلورم پړاو ټاکنې د محمد کریم اتل، اسدالله شهباز، جاوید صافي او عرفان الله عرفان تر منځ د منشي او نایب منشي د څوکۍ لپاره تر سره شوې، چې یو هم بریالی نه شو.

د منشي څوکۍ لپاره نوماند کریم اتل ۹۵ او اسدالله شهباز ۷۰ تایید رایې واخیستې دغه راز د نایب منشي څوکۍ لپاره عرفان الله عرفان ۹۳ او جاوید صالي ۸۰ تایید رایې خپلې کړې.

د ولسي جرګې د کورنیو اصولو له مخې د جرګې رییس اعلان وکړ، چې په څلورم پړاو ټاکنو کې یو نوماند هم بریالی نه شو، نو په دې اساس به د دوه هغو نوماندانو لپاره چې تر دوه نورو یې زیاتې تایید رایې اخیستې علنې رای اچونه کېږي.

د جرګې د رییس له همدې پرېکړې سره سم د جرګې غړو د منشي او نایب منشي لپاره د کریم اتل او عرفان الله عرفان لپاره کاروتونه پورته کړل، چې د رایو په اکثریت سره کریم اتل د جرګې منشي او عرفان الله عرفان نایب منشي وټاکل شو.

د دغه دوه منشیانو په ټاکل کېدو سره د ولسي جرګې څه کم دوه میاشتنۍ جنجال او ناندرۍ پای ته ورسېدې او اداري پلاوی یې بشپړ شو.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 


د مطلب کود: 118078

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118078/

جمهور
  https://www.jomhornews.com