د لوګر د سیمه ییزه پولیسو قوماندان وژل شوی دی

16 سرطان 1398 ساعت 15:59

سیمه ییز چارواکي وایي، د لوګر ولایت لپاره د سیمه ییزه پولیسو قوماندان علي سینا د وسله والو طالبانو په غلکچي برید کې وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي وایي، د لوګر ولایت لپاره د سیمه ییزه پولیسو قوماندان علي سینا د وسله والو طالبانو په غلکچي برید کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن یکشنبې د چنګاښ ۱۶ مه د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند شش قلعه سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د لوګر د امنیه قوماندان سمونوال رحم خدا مخلص وایي، قوماندان علي سینا په خپل رنجر موټر کې له کوره دندې ته روان و، چې په یاده سیمه کې پرې وسله والو طالبانو برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې قوماندان سینا ځای پر ځای وژل شوی او برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو پولیسو یې د نیولو پلټنې پیل کړې دي.

په ورته وخت کې د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ وایي، په برید کې د قوماندان علي سینا ورور او یو ساتونکی هم وژل شوي دي.
تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 


د مطلب کود: 118080

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118080/

جمهور
  https://www.jomhornews.com