د کابل پوهنتون یو استاد او دوه محصلان داعش ته د جلب و جذب په تور نیول شوي

17 سرطان 1398 ساعت 9:32

د افغانستان د ملي امنیت ادارې د کابل پوهنتون یو استاد او دوه محصلان له داعش سره د همکارۍ او هغوی ته د جلب و جذب په تور نیولي دي.


د افغانستان د ملي امنیت ادارې د کابل پوهنتون یو استاد او دوه محصلان له داعش سره د همکارۍ او هغوی ته د جلب و جذب په تور نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ریاست پرون یکشنبې د چنګاښ ۱۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په نیول شویو کسانو کې یو مبشر مسلمیار نومېږي، چې د پوهنتون استاد او د داعش ډلې د جلب و جذب مسوول په تور نیول شوی.

ملي امنیت نیول شوي دوه تنه محصلان احمد طارق او احمد فاروق ښيي او وایي په دې تور نیول شوي، چې د څو چاودنو په برابرولو او تنظیمولو کې یې لاس درلود.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دوو نیول شویو محصلانو اعتراف کړی چې د ظاهر داعي، محمد معروف راسخ، مبشر مسلمیار او عبیدالله متوکل له لوري داعش ډلې ته جذب شوي وو.

سرچینه زیاتوي، تورنو محصلانو منلې چې د دوی جذبوونکو لومړی سلفیت یا وهابیت ته ورمات کړي او بیا یې د داعش تبلیغ ورته کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې ابوعبیدالله متوکل یې پخوا په کابل کې د داعش د جلب و جذب د مسوول په تور نیولی و.

د یادونې ده، چې ملي امنیت تېره اوونۍ د کابل پوهنتون دوه استادان عبدالظاهر داعي او معروف راسخ داعش او القاعده ته د تبلغ او ترویج په تور ونیول.

لوړو زده کړو وزارت هم د دغه استادانو د نیونې پخلی کړی خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 118089

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118089/

جمهور
  https://www.jomhornews.com