راپورونه وایي، پاکستان د ترهګرو او اورپکو د پېر او پلور له لارې تر اوسه پورې ۷۵ زره میلیون ډالر تر لاسه کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي پاکستان دغه اندازه پیسې په وروستیو ۲۰ کلونو په ځانګړې ټول د ۲۰۰۱ د سپټمبر له ۱۱ مې تر وروستیو میاشتو پورې تر لاسه کړې.
د شنونکو په باور د دغه پیسو ډېره کمه برخه د پاکستان ملي بودیجې او ډېره برخه یې د پوځ او استخباراتي واکمنو جېبونو او بانکي حسابونو ته لوېدلې ده.
ویل کيږي چې په دې کې هغه پیسې هم شاملې دي چې یادې ادارې د پښتونخوا او قبایلي سیمو د پښتنو د ځپلو او خرڅولو له لارې ترلاسه کړي دي.
د پښتون ولسي تحریک مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غړي ډاکتر سید عالم مسید امریکاغږ ته ویلي، د پاکستان پوځ او دولت دا پیسې په نغد ډول، د غربي هېوادونو له خوا د پورونو د معافولو او په پاکستان د بهرنیو هېوادونو او نړۍ والو مالي ادارو په پورونو د لګېدلي سود د راکمولو له لارې د دغه هېواد د واکمنو بانکي حسابونو ته تللي دي.
د شنونکو په وینا پاکستان له نژدې څلورو لسیزو راهیسې د جهاد په نامه د افغان اورپکو د استعمال له لارې له غربي نړۍ څخه په میلیاردونو ډالر نغدې پیسې، وسلې او امکانات ترلاسه کړي او لا هم خپل دغه بزنس ته دوام ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل