۰
د دوحې د غونډې ګډونوال:

طالبان د واک انحصار نه بلکې په واک کې ګډون غواړي

دوشنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۴
د دوحې په بین الاافغاني غونده کې ګډونوال افغان سیاسیون وایي، طالبان په واک کې ګډون غواړي نه د قدرت انحصار.
طالبان د واک انحصار نه بلکې په واک کې ګډون غواړي
د دوحې په بین الاافغاني غونده کې ګډونوال افغان سیاسیون وایي، طالبان په واک کې ګډون غواړي نه د قدرت انحصار.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سیاسیون زیاتوي، طالبانو دغه څرګندونې د بین الاافغاني ناستې په لومړۍ ورځ غونده کې د خبرو پر مهال وکړې.

د دې غونډې یو تن ګډونوال غیرت بهیر وايي، د طالبانو د استازو له خبرو ورته جوته شوه، چې هغوی د واک انحصار نه بلکې د نورو افغانانو سره په قدرت کې ګډون غواړي.

وسله والو طالبانو هم دې بین الاافغاني خبرو ته خوښي ښودلې او ویلي یې دي دا ډول خبرې افغانان سره نېږدې کوي او د افغانستان د سولې لپاره ګټورې دي.

په دې غونده کې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي هم په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې نور باید په افغانستان کې جګړه پای ومومي.

مارکوس پوتزېل په غونده کې ویلي، کلونو وروسته باید په افغانستان کې جنګ پای ته ورسېږي. تاریخ به هغه کسان په خپله حافظه کې وساتي چې د خپل هېواد په خاطر اختلافاتو ته شا واړوي.

نوموړي زیاته کړې«افغانستان د دې لایق دی چې سوله ولري؛ داسې سوله چې د ټولو افغانانو په تېره بیا ښځو او اقلیتونو حقونه پکې خوندي وي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم د یادې غونډې هرکلی کړی ویلي یې دي، له ډېرې مودې راهیسې یې د داسې غونډې تمه لرله، چې دولتي چارواکي، ښځې، مدني فعالان او طالبان ټول سره یوه مېز ته ناست دي.

دی وایي، امریکایان هم باید خوشاله شي چې افغانان بالاخره په خپل منځ کې سره کښېناستل او د جګړې د ختمولو او غوره راتلونکې په اړه سره بحثونه پيلوي.

باید و ویل شي، چې د قطر بین الاافغاني ناسته پرون یکشنبې د چنګاښ ۱۶ مه د ۵۲ افغان سیاسیونو، د عباس ستانکزي په مشرۍ د ۱۷ طالب استازو او ځینو بهرنیو هېوادونو د غړوو په ګډون پیل شوه.

دغه ناسته به نن دوشنبې هم دوام ولري او په پای کې به یې یوه ګډه اعلامیه خپره شي.

د غونډې برخوال وايي، په لومړی ورځ یې خبرې ښې مخ ته روانې وې او دواړو لورو په آزادانه توګه خپل نظرونه سره شریک کړل.

برخوال وایي، تمه لري، چې په دې ناسته کې په اوربند هم بحث وشي او یوه مثبته نتیجه تر لاسه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي