د افغان حکومت اجرائیه رییس په قطر کې د بین الاافغاني ناستې هرکلی وکړ او تمه یې وښوده، چې دغه ناسته به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرو ته زمینه برابره کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله نن دوشنبې د چنګاښ ۱۷ مه د وزیرانو شورا غونده کې و ویل چې په قطر کې د افغان سیاسیون او طالبانو تر منځ خبرې د سولې لپاره یو مثبت ګام دی.
نوموړي ټینګار وکړ، چې افغان پلاوی وکولی شي د طالبانو پر وړاندې د افغان ولس څخه سمه استازولي وکړي او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.
هغه په کابل او غزني کې وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشارې و ویل، چې که چېرې د دغه بریدونو چې په کې د ښوونځي ماشومانو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله واوښته، بنسټ د سولې په پروسه کې د امتیاز تر لاسه کول وي، دا یوه غلته مفکوره ده، ځکه د افغانستان خلکو دا بریدونه وغندل.
نوموړي ټینګار وکړ، چې په بریدونو او د عامو خلکو په وژلو سره کوم امتیاز نه شي تر لاسه کېدی بلکې د یوه جنایت منل دي، چې کوي یې.
د افغان حکومت اجرائیه رییس دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون په قطر کې د افغان سیاسیون او طالبانو تر منځ خبرې پیل شوې دي.
تر اوسه د دغه غونډې اجنډا نه معلومه خو دواړو اړخونو په کې خپل نظرونه وړاندې کړي او هڅه کوي، چې یو بل ته قناعت ورکړي.
د غونډې ځینې برخوال وايي، طالبان د قدرت انحصار نه بلکې په واک کې ګډون غواړي او دغه راز یې د ښځو په اړه هم په پالیسیو کې بدلون راغلی دی.
د غونډې د یو شمېر برخوالو په وینا دوی هڅه کوي، چې په دې ناستو کې پر اوربند یوې مثبتې نتیجې ته سره ورسېږي تر چې په افغانستان کې جګړه ودرېږي او د افغانانو د مرګ ژوبلې مخنیوی وشي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه ډېر څه نه دي ویلي، خو د قطر دفتر ویاند یې سهیل شاهین هم له دې ناستې خوښي ښودلې او وایي، دغه ډول ناستې کولۍ شي دوی سره نېږدې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل