د قطر بین الاافغاني غونډه پای ته ورسېده، د تاوتریخوالي په پای ته رسېدو یې ټینګار وکړ

18 سرطان 1398 ساعت 9:22

قطر کې د افغان سیاسیون او طالبانو د استازو تر منځ بین الاافغاني ناسته د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده، چې په کې یې د تاوتریخوالي په پای ته رسېدو ټینګار کړی دی.


قطر کې د افغان سیاسیون او طالبانو د استازو تر منځ بین الاافغاني ناسته د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده، چې په کې یې د تاوتریخوالي په پای ته رسېدو ټینګار کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاده غونډه د تېرې یکشنبې چنګاښ ۱۶ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل او پرون دوشنبې پای ته ورسېده.

دغه غونډه کې ۵۲ تنه افغان سیاسیون، د عباس ستانکزي په مشرۍ ۱۷ طالب استازو یو شمېر بهرنیو غړو ګډون کړی وو.

د غونډې برخوالو په انفرادي ډول شرکت کړی او خپل نظرونه یې د سولې او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په اړه سره تبادله کړل.

دوی د ملگرو ملتونو، د امریکا، المان او د قطر د هڅو مننه وکړه چې د غونډې په جوړولو کې یې ورسره مرسته کړي او د هر ډول ستونزو د لرې کولو لپاره یې د خبرو پر دوام ټینګار وکړ.

ګډونکونکو یوه ۸ ماده ییزه پرېکړه لیک هم صادر کړچې په کې په ټول هېواد کې د یوې تل پاتې سولې په ټنګښت ټینګار شوی و او دا یې د افغانانو اصلي غوښتنه وبلله.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي دي، چې د جګړې د ختمېدو او د سولې لپاره باید د باور فضا رامنځته شي او غوښتنه یې کړې چې سپینږیري، معیوبه او ناروغه بندیان دې پرته د کومه شرطه خوشي شي.

دغه راز په اعلامیه کې غوښتل شوي دي، چې د دیني مرکزونو، روغتونونو، بازارانو، د اوبو د بندونو، کارخانو او په ځانګړي توګه د تعلیمي بنسټونو د امنیت تضمین دې وشي.

اعلامیه د ښځو او د اقلیتونو د حقونو په اړه ویلي دي چې د اسلامي اصولو سره سم د تعلیم، کار، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې د ښځو د حقوقو ‌‌‌ او همدارنګه دمذهبي اقیلتونو ډاډ دې ورکړل شي.

د غوندې ګډونوالو په یوه خوله د اسلامي کنفرانس، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا, اروپایي ټولنې او د ټولو ګاونډیو هېوادونو نه غوښتنه کړې چې د سولې په اړه دې د بین الافغاني غونډې د پریکړو تائید او ملاتړ وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118123

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118123/

جمهور
  https://www.jomhornews.com