کندهار کې د افغان ځانګړو ځواکونو یو قوماندان وژل شوی دی

19 سرطان 1398 ساعت 8:43

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو یو قوماندان د سړک د غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو یو قوماندان د سړک د غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د چنګاښ ۱۷ مه د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ په اروغ سیمه کې رامنځ ته شوې.

د خاکریز امنیه قوماندان نظر علي وایي، د افغان ځانګړو ځواکونو د څلورمې قطعې د ټولي قوماندان احمد له یوې سیمې بلې ته روان و، چې پر موټر یې د سړک د غاړې خښ شوی ماین چاودلی.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې احمد سرحدي له خپل بل یوه ملګري سره ځای پر ځای وژل شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

باید و ویل شي، چې افغان ځانګړو ځواکونو د غبرګولي له لومړۍ راهیسې د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي، چې لا هم دوام لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 118153

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118153/

جمهور
  https://www.jomhornews.com