د پاکستان هوايي حریم له تړل کېدو وروسته د افغانستان هوايي چلند چارواکي وايي، دوې نوې هوايي لارې یې موندلې دي.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغې ادارې پرون سه شنبې د چنګاښ ۱۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه دوې نوې هوايي لارې له ختیځه د لویدیځ پر لور غځېدلې دي، چې د تاجکستان، چین او ختیځې اسیا پر سر تېرېږي.
د ادارې په وینا د نویو لارو له پرانیستل کېدو وروسته د اسیا ختیځ او لویدیځ تر منځ لاره لنډیږي او هیله ده د دبۍ، قطر او نورو هېوادونو هوايي شرکتونه به له دغې لارې ګټه واخلي.
د چارواکو په وینا دا لارې د افغاستان لپاره مهمې دي او د هوايي چلند نړیوالې ادراې (IATA) او هوايي شرکتونو د نویو لارو پرانیستل کېدو هرکلی کړی دی.
د افغانستان هوايي چلند چارواکي وايي دې لړ کې یې د تاجکستان له چارواکو سره هوکړه کړې.
د یادونې ده، چې د پاکستان او هند تر منځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته پاکستان پر افغانستان هند ته فضايي لارې وتړلې.
که څه هم پاکستان څو ځلې په ځانګړې ډول دغه هېواد ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال پاکستاني چارواکو ژمنه وکړه، چې لارې به خلاصوي، خو تر اوسه یې په خپله ژمنه عمل نه دی کړی.
جمهورخبري آژانس:کابل