جوزجان والي په شبرغان ښار کې د ځینو مخابراتي شبکو د تړلو امر کړی

19 سرطان 1398 ساعت 9:19

د جوزجان والي لطف الله غزیزي د هغو ټولو مخابراتي شبکو د بندولو امر کړی دی چې شبرغان ښار کې د ده په وینا په غیر مسوولانه ډول خپل فعالیت قطع کوي.


د جوزجان والي لطف الله غزیزي د هغو ټولو مخابراتي شبکو د بندولو امر کړی دی چې شبرغان ښار کې د ده په وینا په غیر مسوولانه ډول خپل فعالیت قطع کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په همدې تړاو والي امنیتي ادارو ته امر کړی، چې په شبرغان ښار کې د ټولو مخابراتي شبکو دفترونه مهر و لاک کړي.

والي په خبرپانه کې ویلي، چې د جوزجان امنیتي وضعیت د شدیدې اندېښنې  وړ نه دی خو مخابراتي شبکې خپل فعالیت په غیر مسوولانه ډول د شپې لخوا بندوي او خلکو ته په دې کار دروند اقتصادي زیان اړوي.

د هغه په وینا ټولې هغه مخابراتي شبکې په جوزجان کې تړي چې په خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی او دا شبکې او نماینده ګۍ به یې تر هغې تړلې پاتې وی چې د خلکو ستونزو ته رسیدګي وکړي.

د جوزجان والي سلام شبکې ته امر کړی چې زیات شمېر سیمکارټونه بازار ته وړاندې کړي.

سلام دولتي شبکه ده او د طالبانو د ګواښونو پروا نه کوي.

د یادونې ده، چې دغه ستونزه یوازې په جوزجان نه بلکې په ګڼو نورو ولایتونو کې هم شته چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د هغه ولایتونو اوسېدونکي، چې له یادو ستونزو سره مخ دي وايي، دغه شبکې تر ډېره د طالبانو د ګواښونو له امله تړل شوې دي.

د دوی په وینا طالبانو په دغه سیمو کې په ۲۴ ساعتونو کې یوازې دوه درې ساعته مخابراتي شبکو ته د فعالیت اجازه ورکړې او نورې بندې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118163

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118163/

جمهور
  https://www.jomhornews.com