هند د چابهار بندر لپاره ځانګړې شوې بودجه کموي

19 سرطان 1398 ساعت 9:23

هندي رسنۍ د دغه هېواد د چارواکو له قوله وایي، په پام کې لري، چې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ میلادي کلونو کې د چابهار بندر بودجه اویا سلنې ته راټیټه کړي.


هندي رسنۍ د دغه هېواد د چارواکو له قوله وایي، په پام کې لري، چې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ میلادي کلونو کې د چابهار بندر بودجه اویا سلنې ته راټیټه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د هند د مالیې وزیرې نیرمالاسیترامان له هندي رسنیو سره په خبرو کې کړې دي.

نیرمالاسیترامان ویلي، د چابهار بندر د کلنیو یو نیم میلیارد هندي کلدارو بودیجه به ۴۵۰ میلیونه هندي کلدارو ته را ټیټه کړي.

نوموړي د دغه بودجې د کمولو لامل په چابهار بندر کې د پراختیايي چارو ټکنۍ وضعیت ښودلی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې پر دغه کار اندېښنه ښودلې وايي، د هند دا پرېکړه به نه یوازې افغانستان ته بلکې هند ته هم زیان ورسوي ځکه چې هند د دې بندر په سوداګریزه راکړه ورکړه کې اویا سلنه برخه لري.

د یادونې ده، چې د ایران چابهار بندر هند د ایران له لارې افغانستان سره نښلوي او له هغې وروسته یې له منځنې اسیا او روسیې سره هم وصل کوي.

په دغه بندر کې تر ټولو ډېره پانګونه هند کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118164

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118164/

جمهور
  https://www.jomhornews.com