ولسمشر غني:

د سولې ښه فرصت رامنځ ته شوی، لار کپرک لري خو مخکې روان یو

19 سرطان 1398 ساعت 13:44

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د بل هر وخت په وړاندې اوس د سولې لپاره یو ښه فرصت برابر شوی، چې باید له لاسه یې ورنه کړو.




افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د بل هر وخت په وړاندې اوس د سولې لپاره یو ښه فرصت برابر شوی، چې باید له لاسه یې ورنه کړو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۹ مه کابل کې د اروپايي ټولنې له خوا د فساد سره د مبارزې په پنځمه غونده کې وکړې.

ښاغلي غني د خبرو په پیل کې له نړیوالې په ځانګړې توګه له اروپايي ټولنې مننه وکړه، چې د فساد سره د مبارزې، اصلاحاتو، ټاکنو او نورو ګڼو برخو کې یې مرستې کړې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې ټاکنې باید په خپل وخت تر سره شي، تر چې افغان ولس خپل برخلیک په خپله وټاکي او یوې تل پاتې سولې ته لار هواره شي.

ولسمشر و ویل، د سولې په اړه یې تګلاره له وړاندې روښانه ده، چې په افغانستان کې سوله غواړي او هېح وخت به وطن د شخصي قدرت قرباني نه کړي.

ده وویل«زموږ تګلاره د سولې ده، دې کې د څوک شک نه کوي، خو لومړی باید د جګړې په قیمت پوه شو، د سولې لار کې به خنډونه وي، کپرک به وي، خو ټنیګه اراده ورته لرو، او مخکې به ځو.»

د هغه په وینا د ملي یووالي حکومت رامنځ ته کول، له حکمتیار سره، طالبانو ته د بې قید و شرطه مذاکراتو وړاندیز، د سولې په تړاو د لویې جرګې جوړېدل، د هغوی وړاندیزونه منل، د هغوی په غوښتنه د پاکستان سره د نوي فصل پرانسته، د سولې لپاره د نړیوالې اجماع رامنځ ته کول، او ځینې نور هغه ګامونه دي، چې سولې ته د حکومت ژمنتیا ښيي.

هغه و ویل«د سولې لپاره نړیواله اجماع شته، منطقوي او د اسلامي هېوادونو اجماع د جوړېدو په حال کې ده، له پاکستان سره نوی فصل پرانستل شوی، خو اوس باید په عمل تګلارې ته ورسېږو، چې دا نا اعلان شوې جګړه پای ته ورسېږي.»

ښاغلي غنی د سولې په تړاو وړاندې و ویل«د سولې ورځ هره ورځ نه وي، په تېرو ۱۸ کلونو کې داسې نه و، چې واقعي سوله ولیدل شي، خو نن د سولې وخت دی، د سولې شاول برابر شوی، قوي اراده شته، ښه فرصت رامنځ ته شوی او دا فرصت باید له لاسه ورنه کړو، په دې لار کې شاتګ نشته مخکې به ځوب، خو احساسات باید مهار کړ، احساسات مو باید په طرحو او وړاندیزونو ولاړ وي، هغه هېوادونه چې سولې ته رسېدلي له تجربو یې ګټه واخلو، د مفاهیمې او مذاکرې تر منځ باید توپیر وکړ، په مفاهمه کې ټول اړخونه شامل وي، خو مذاکرات باید د حکومت او طالبانو تر منځ وي، اوس صرف اراده او نیت په کار دی، چې زموږ سره شته.»

بل خوا ولسمشر په دې ناسته کې د اصلاحاتو فساد سره د مبارزې په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې حکومت د اصلاحاتو او فساد سره د مبارزې لپاره هم ټینګه اراده لري او په دې برخه کې یې کار کړی دی.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې په ټولنه کې له عدالت پرته هېڅ پرمختګ نه شي کېدی او حکومت هڅه کوي، چې له اداري فساد سره په کلکه مبارزه وکړي او عدالت پلی کړي.

د هغه په وینا کله چې په یوه ټولنه کې روابط پر ضوابطو حاکم وي، عدالت نه وي، هلته فساد رامنځ ته کېږي او خلک پر حکومت بې باوره کوي.

ولسمشر ټینګار وکړ، چې حکومت باید میراثي نه وي او هر کله چې یو حکومت میراثي شکل غوره کړي د ټولنې نظم او عدالت مختل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 118180

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118180/

جمهور
  https://www.jomhornews.com