۰
د ولسي جرګې غړي:

طالبان په خپله ژمنه ولاړ نه دي، د بین الاافغاني ناستې پرېکړه لیک به عملي جنبه ونه لري

چهارشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۴
د ولسي جرګې غړي وايي، طالبانو د قطر د بین الاافغانۍ ناسته کې کړې ژمنې په همغه لومړیو کې تر پښو لاندې کړې او دا ډله خپلو خبرو ته ژمنه نه ښکاري.
طالبان په خپله ژمنه ولاړ نه دي، د بین الاافغاني ناستې پرېکړه لیک به عملي جنبه ونه لري
د ولسي جرګې غړي وايي، طالبانو د قطر د بین الاافغانۍ ناسته کې کړې ژمنې په همغه لومړیو کې تر پښو لاندې کړې او دا ډله خپلو خبرو ته ژمنه نه ښکاري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یو شمېر وکیلان زیاتوی، طالبانو تر پرېکړه لیک وروسته ویلي، چې دغه پرېکړه لیک الزامي نه دی او دا ښيي، چې طالبان پر خپله ژمنه ولاړ نه دي او نه غواړي، چې تاوتریخوالی راکم شي.

د یادونې ده، چې د قطر تر بین الاافغاني ناستې وروسته په ګډ پرېکړه لیک کې دواړو خواوو د تاوتریخوالي په راکمولو او نورو خبرو ټينګار کړی و.

خو د دغه پرېکړه لیک تر صدور وروسته د طالبانو د پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزي رسنیو ته و ویل، چې دغه پرېکړه لیک الزامي نه دی، چې عملي شي.

د ولسي جرګې غړي د عباس ستانکزي همدې خبرو ته په غبرګون کې وايي، طالبانو خپلو کړو ژمنو ته وفاداره نه دي او نه هم عمل پرې کوي، نو ځکه ښايي دغه پرېکړه لیک عملي جنبه خپله نه کړي.

د جرګې غړي محمد علي اخلاقي و ویل د بین الاافغاني ناستې پرېکړه لیک ځکه عملي نه ښکاري، چې عباس ستانکزي په ښکاره ټکو و ویل، چې دا پرېکړه لیک الزامي نه دی، بلکې وړاندیزونه دي.

د هغه په وینا که چېرې طالبان په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي، د تېرې یوې نیمې لسیزې لاسته راوړڼو درناوی ولري او له حکومت سره خبرو ته غاړه کېږي، ښه تر ښه که نه دا ډول څو پرېکړه لیکونه به د تاوتریخوالي په راکمولو کې ګټور نه وي.
په ولسي جرګه کې د غزني استازي عبدالقیوم سجادي بیا و ویل، چې په پرېکړه لیک کې بین الاافغاني خبرو ته ژمنتیا او د تېرو ۱۸ کلونو لاس ته راوړنې ساتل مهم ټکي دي، چې نورو خبرو ته لار هواروي، خو د تاتریخوالي د کمولو لپاره ولیدل شي، چې طالبان کوم عملي اقدامات کوي.

د جرګې یوه بل غړي محمد رحیم علي یار زاده بیا په ټول کې د دوحې ناسته او د هغوی پرېکړه لیک یو مثبت ګام وباله، چې کولی شي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

باید و ویل شي، افغان سیاسیون او طالبانو د تېرې یکشنبې او دوشنبې په ورځ قطر کې ناسته درلوده او دواړو لورو د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره د تاوتریخوالي او جګړې په راکمولو ټینګار کولو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي