د ملي شورا د رخصتیو د ځنډېدو احتمال شته دی

20 سرطان 1398 ساعت 12:48

ولسي جرګې په تېرو نېږدې دوه میاشتو کې ایله خپل اداري پلاوی بشپړ کړ، خو د قانون جوړونې یوه رسمي غونډه یې هم تر اوسه نه ده تر سره کړې.


ولسي جرګې په تېرو نېږدې دوه میاشتو کې ایله خپل اداري پلاوی بشپړ کړ، خو د قانون جوړونې یوه رسمي غونډه یې هم تر اوسه نه ده تر سره کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي شورا دغه خونې نه یوازې د قانون جوړونکې کومه غونډه نه ده کړې، بلکې د هېواد په روانو کړکېچونو حالاتو یې هم کومه رسمي غونډه نه ده کړې، په داسې حال کې، چې نور یې د دوبي د رخصتیو وخت رارسېدلی دی.

د قانون له مخې تر راتلونکو ۱۰ ورځو پورې د ولسي جرګې د دوبي د رخصتۍ وخت پيلېږي او ۴۵ ورځې به وکیلان رخصت وي.

وکیلان داسې مهال په رخصتۍ ځي، چې لا هم نه دي توانېدلي، د جرګې اووه ګوني کمېسیونونه جوړ او اداري پلاوي یې وټاکي.

د دې تر څنګ د دولت د کال د منځنۍ بودیجې ارزول، نېږدې د سلو قانوني موادو او فرمانونو ارزول هغه څه دي، چې وکیلان باید پرې غوندې وکړي، خو هغه لا هم همداسې پاتې دي.

همدې ته په کتو د جرګې ځینې غړي وايي، ښايي د دوبي رخصتۍ وځنډول شي.

په ولسي جرګه کې د هرات ولایت استازي سید عظیم کبرزاني جمهور خبري آژانس ته و ویل، د لوېدیځې حوزې استازي هڅه کوي، چې ټمبار شویو کارونو ته د رسېدنې په موخه د ولسي جرګې د دوبي رخصتۍ وځندول شي.

نوموړی وایي، دوی دا هڅې پیل کړې او کوښښ کوي، ټول وکیلان دې ته متقاعد کړي، چې خپلې رخصتۍ وځنډوي.

د جرګې بل غړی خان آقا رضايي هم وایي، د دوی پر وړاندې ډېر کارونه پراته دي، چې باید له رخصتۍ مخکې هغو ته رسېدنه وشي.

هغه تمه وښوده، چې وکیلان وکولی شي ژر تر ژره خپلې داخلي ستونزې حل، کمېسیونونه جوړ او د جرګې اړین کارونه سر ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني


 


د مطلب کود: 118202

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118202/

جمهور
  https://www.jomhornews.com