۰

امریکا، روسیه، چین او پاکستان:طالبان د له افغان حکومت سره خبرې وکړي

شنبی ۲۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۵
امریکا، روسیې، چین او پاکستان په ګډه له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې وکړي.
امریکا، روسیه، چین او پاکستان:طالبان د له افغان حکومت سره خبرې وکړي
امریکا، روسیې، چین او پاکستان په ګډه له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی، روسیه او چین په دې باور دي، چې پاکستان د افغان سولې په برخه کې مهم رول لوبولی شي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې پرون جمعه د چنګاښ ۲۱ مه خپره شوې ویلي، اوس پاکستان هم له دې دریو هېوادونو سره یو ځای شوی او پر طالبانو یې غږ کړی، چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

د پیکینګ په غونډه کې څلور واړو هېوادونو پر ټولو ښکېلو افغان خواوو ږغ وکړ چې تاوتریخوالی کم کړي او د بین الافغاني خبرو په پیلولو دایمي او هراړخیز اوربند وکړي.

دوی د سولې د یوه چوکاټ د جوړولو لپاره د طالبانو او د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت او نورو افغانانو ترمنځ د ژر تر ژره مخامخ خبرو غوښتنه کړې ده.

پاکستان طالبانو ته دا خواست پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې د روانې میاشتي په پای کې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان واشنګټن ته ولاړ شي او له ولسمشر ټرمپ سره وګوري.

ویل کېږي عمران خان به د روانې میاشتې په ۲۲ مه واشنګټن ته رسمي سفر ولري او هلته به له ټرمپ سره د نورو مسایلو تر څنګ له ترهرګرۍ سره پر مبارزې هم خبرې وکړي.

بل خوا د برېتانیا ډیلي مېل ورځپاڼې د پېکینګ د څلور اړخیزه غونډې په اړه راپور کې ویلي، طالبان فکر کوي، چې دوی برلاسي دي، نو ځکه نه غواړي، چې د افغان حکومت سره خبرې وکړي.

د ورځپاڼې په باور پاکستان چې له امریکا سره یې اړیکې د ترهګرۍ د ملاتړ په خاطر ترینګلې دي هڅه کوي، په طالبانو کې له خپل نفوذ څخه په استفادې د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوه جوړجاړي لپاره کار واخلي.

خو سیاسي شنوونکي وايي، پاکستان عموماً دا ډول څرګندونې واشنګټن ته د خپلو جګپوړو چارواکو د سفرونو او یا اسلام اباد ته د امریکايي مشرانو د سفر په درشل کې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي