۰

جو بایډن: افغانستان کې روانه جګړه پای ته رسوم

شنبی ۲۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۲
د امریکا د ولسمشریزه ټاکنو نوماند جو بایډن په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې به روانه اوږده او دایمي جګړه پای ته ورسوي.
جو بایډن: افغانستان کې روانه جګړه پای ته رسوم
د امریکا د ولسمشریزه ټاکنو نوماند جو بایډن په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې به روانه اوږده او دایمي جګړه پای ته ورسوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بایډن چې په لوړو پوستونو یې دنده تر سره کړې او اوس د امریکا ولسمشریزه ټاکنو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټاکنیز سیال دی ټینګار کړیو چې په منځني ختیځ کې به جګړې پای ته ورسوي او له دغه جګړو به د امریکا پښه وباسي.

نوموړي د یمن او عربستان ترمنځ روانه جګړه کې هم د امریکا د رول پر پای ته رسولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې واشنګټن به له دغه ښکېلتیا وباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي