یو امریکايي سرتېری افغانستان کې وژل شوی دی

22 سرطان 1398 ساعت 12:29

د ناټو په چوکاټ کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په افغانستان کې د یوه امریکایي سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


د ناټو په چوکاټ کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په افغانستان کې د یوه امریکایي سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد ماموریت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه سرتېري نن شنبې د جولای ۱۳ مه په افغانستان کې وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې د وژل شوي سرتېري هویت، د پېښې د ځای او نوعیت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو وايي، نور معلومات به د امریکا د دفع وزارت د پالیسۍ له مخې تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې خپاره کړي.

تر اوسه د دې سرتېري د وژلو مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی اخیستی.

باید و ویل شي، چې د روان کال په مارچ میاشت کې هم دوه امرکیايي سرتېري په افغانستان کې وژل شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 118245

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118245/

جمهور
  https://www.jomhornews.com