۰
امنیت شورا:

څو اوونیو کې به د بین الاافغااني خبرو دوهمه غونډه وشي

یکشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۳
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، راتلونکو څو اونیو کې به د افغان سولې په تړاو دوهمه بین الاافغاني ناسته هم جوړه شي.
څو اوونیو کې به د بین الاافغااني خبرو دوهمه غونډه وشي
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، راتلونکو څو اونیو کې به د افغان سولې په تړاو دوهمه بین الاافغاني ناسته هم جوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې که څه هم د یادې غونډې ځای او کره نېټه تر اوسه دقیقه نه ده معلومه، خو امنیت شورا زیاتوي، چې د یادې غونډې د همغږۍ او تنظیم د برخې ځینې مسایل وخت ته اړتیا لري.

د ملي امنیت شورا مطبوعاتي دفتر دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې پرون د یادې شورا سلاکار حمدالله محب کابل کې د جرمني له سفیر پیتر پراګل سره وکتل.

ښاغلي محب د جرمني له سفیر سره خبرو کې ټینګار کړی، چې د سولې په تړاو د افغانانو تر منځ ناستې او غونډې چې هر چېرته او هر کله وي، ګټورې تمامېدی شي.

نوموړي د قطر وروستۍ بین الاافغاني ناسته که څه هم ملاحظات درلودل خو په ټول کې یې دا یو ښه پیل وباله او په دې برخه کې یې د جرمني او برغاف موسسې له هڅو او همکاریو مننه وکړه.

په ورته وخت کې جرمني سفیر د افغان حکومت د سولې هڅې ستایلې او په دې برخه کې یې د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.

د ملي امنیت شورا مطبوعاتي دفتر وايي، داړو لورو په راتلونکو بین الاافغاني ناستو خبرې او ټینګار یې وکړ، چې دغه ټولې پروسې باید د افغان حکومت سره په همغږۍ مخ ته ولاړې شي.

د یادې شورا ویاند کیبیر حقمل ویلي، په دغه ناسته کې د راتلونکې غونډې په څرنګوالي، وخت، ځای او ګډونوالو په نوم لړ باندې خبرې وشوې.

نوموړي زیاته کړې، چې راتلونکې بین الاافغاني ناستې جوړېدا ښايي تر څلورو یا شپږو اوونیو پورې وخت ته اړتیا لري، چې جوړه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي