۰

پاکستاني سوداګرو د حکومت د اقتصادي پالیسو ضد کاري اعتصاب کړی

یکشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۲
د پاکستان د څلور واړه ایالتونو سوداګرو د عمران د پاکستاني حکومت پر اقتصادي پالیسو نیوکې کړې او له همدې امله یې کاربندیز اعلان کړی دی.
پاکستاني سوداګرو د حکومت د اقتصادي پالیسو ضد کاري اعتصاب کړی
د پاکستان د څلور واړه ایالتونو سوداګرو د عمران د پاکستاني حکومت پر اقتصادي پالیسو نیوکې کړې او له همدې امله یې کاربندیز اعلان کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سوداګر وایي، د پاکستاني حکومتي اقتصادي پالیسې غلتې دي او دوی ته یې په میلیونو ډالره زیان اړولی دی.

د څلور واړه ایالتونو سوداګرو سر له نن یکشنبې د چنګاښ ۲۳ مې کاربندیز اعلان کړی او د لویو ښارونو ټول لوی بازارونه یې تړلي دي.

پاکستاني پانګه وال وايي، د حکومت له خوا د نوي مالي کال بودیجه کې پر ولس درنې مالیې وضع شوي او هر ډول کاروبار لپاره یې د اسنادو جوړول شرط ګرځولي چې دا دوی ته د منلو نه دي.

د پاکستان د سندھ ایالت په لوی کراچۍ ښار کې نېږدې ۴ سوه بازارونه تړل شوي او او د حکومت د نویو پالیسیو پر ضد هټۍ والو او سوداګرو ګډ اعتراض کړی دی.

د دغه ښار سوداګر دا هم وایي، پاکستاني پولیسو نن سهار په زور د یو شمیر بازارونو د خلاصولو هڅه کړې ده او په رسنیو یې هم د کاري اعتصاب په تړاو ناسم راپورونه ورکړي دي.

د پنجاب ایالت مرکز لاهور، راولپېنډۍ او نورو سیمو کې هم لوی واړه بازارونه بند دي او سوداګر ټول په لاهور کې سره یو ځای اعتراضیه پرلت ته راټول شوي دي.

له دې سره په خوا اسلام آباد کې هم سر له نن کاري اعتصاب پيل شوی او بازارونه تړل شوي دي او سوداګر وايي، د حکومت لویو ادارو یوازې لویو صنعتکارانو سره خبرې کړې دي او نه غواړي کوچنیو سوداګرو ته وخت ورکړي.

د خیبرپختونخواپه پېښور، شانګله، بټګرام، تورغر، کوهاټ او نورو سیمو کې ټول لوی بازارونه د حکومت د اقتصادي پالیسیو پر ضد تړل شوي دي.

د دغه سیمې سوداګر وايي، د پاکستان حکومت د سوداګرو په تباهۍ پسې را اخیستې ده او له همدې کبله دوی هم یو تاریخي کاري اعتصاب ته ملا تړلې ده.

د بلوچستان په کویټه، لیاقت بازار، سورج ګنج او نورو سیمو کې هم کاروباري مرکزونه تړل شوي او بازارونو کې هیڅوک نه لیدل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي