سناتوران: طالبانو سرپل کې دوه کلي په جنګ سره اچولي

23 سرطان 1398 ساعت 14:56

په مشرانو جرګه کې د سرپل ولایت استازي وايي، طالبانو په دغه ولایت کې د هزاره او پښتون دوه کلي په جنګ سره اچولي او هڅه کوي، قومي جګړه رامنځ ته کړي.


په مشرانو جرګه کې د سرپل ولایت استازي وايي، طالبانو په دغه ولایت کې د هزاره او پښتون دوه کلي په جنګ سره اچولي او هڅه کوي، قومي جګړه رامنځ ته کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبرې په مشرانو جرګه کې د سرپل استازي محمد عظیم قویاش نن یکشنبې د چنګاښ ۲۳ مه د دغه جرګې په عمومي غونډه کې وکړې.

نوموړي و ویل، چې طالبانو دوه ورځې وړاندې د سرپل د مرکز اړوند کورک مغل کلي حمله کړې او د دغه کلي درې تنه اوسېدونکي یې په دې تور چې له حکومت سره اړیکې لري په ډزو وژلي دي.

د ده په وینا د کورک مغل کلی د هزاره ګانو اړوند دی او له دغه پېښې وروسته د وژل شویو کسانو خپلوانو خانقای ملکي په کلي چې پښتون مېشت دي برید کړی.

دی وايي، د کورک مغل کلي وايي، پر دوی برید کوونکي طالبان د همدې خانقای ملکي له کلي دی نو ځکه هغوی هم د همدې کلي پنځه تنه له جوماته را ایستلي او په ډزو یې وژلي دي.

د سرپل دغه استازی خبرداری ورکوي، چې په یادې مسلې غټه ستونزه رامنځ ته کړې او که په وخت یې مخینوی ونه شي، د دواړو تر منځ به قومي جګړه ونښلي.

قویاش د مشرانو جرګې له رییس نه وغوښتل، چې دا مساله د ولسمشر غني سره شریکه کړي او پر وخت اقدامات وکړي تر چې د یوې خونړۍ جګړې مخه ونیول شي.

د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار و ویل، یاده موضوع یې نن سهار له ولسمشر سره شریکه کړې، هغه ترې خبر دی او ویلي یې دي، چې حکومت به د دغه موضوع د حل لپاره یو صلاحیت لرونکی پلاوی سیمې ته ولېږي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 


د مطلب کود: 118286

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118286/

جمهور
  https://www.jomhornews.com