مسلم یار:

نړیواله ټولنه ولسمشرۍ ټاکنو ته جدي نه ده، افغان حکومت خپله لاس په کار شوی

23 سرطان 1398 ساعت 15:27

حکومت له ولسي او مشرانو جرګو غوښتي، چې د ټاکنو لپاره د ځانګړې شوې بودجې د تصویب او تایید په خاطر خپلې رخصتۍ وځنډوي.


حکومت له ولسي او مشرانو جرګو غوښتي، چې د ټاکنو لپاره د ځانګړې شوې بودجې د تصویب او تایید په خاطر خپلې رخصتۍ وځنډوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې حکومت له ملي شورا دا غوښتنه پر داسې مهال کړې، چې شپږ ورځې وروسته د ملي شورا غړي د دوبي په رخصتۍ ځي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار نن یکشنبې د چنګاښ ۲۳ مه په عمومي غونډه کې و ویل، حکومت د پارلماني چارو وزارت له لارې له مشرانو جرګې غوښتي، چې د دوبي رخصتۍ د ټاکنو لپاره د ځانګړې شوې بودیجې د تصویب او تایید په موخه وځنډوي.

د هغه په وینا حکومت ټینګار لري، چې نړیواله ټولنه او د افغانستان د ټاکنو شریکان د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د بودجه د برابرولو په برخه کې جدي نه دي، نو ځکه حکومت د مالیې وزارت له لارې ټاکنو ته بودجه ځانګړې کړې تر څو ټاکنې وشي.

مسلم یار وایي، حکومت د ولسمشرۍ ټاکنو تر سره کېدو ته جدي دی او په همدې خاطر یې له مشرانو او ولسي جرګې غوښتي، چې د اوړي رخصتۍ وځنډوي.

په ورته وخت کې سناتورانو هم د رخصتیو د ځنډولو او دغه راز د ټاکنو لپاره د بودجه د تصویب او تایید سره موافقه وکړه.
 
بل خوا مسلم یار و ویل، چې راتلونکو ورځو کې به د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي سنا جرګې ته ورشي او د سولې په تړاو به د حکومت کړنلاره له دوی سره شریکه کړي.

د ده په خبره ښاغلي رحیمي ترې غوښتي، چې وقت ورکړي تر څو د مشرانو جرګې په یوه غونډه کې ګډون وکړي او د سولې په تړاو د دولت لیدلوری له دوی او د افغانستان له خلکو سره شریک کړي.

سناتورانو له دې سره هم موافقه وکړه او ویې ویل دوی هم غواړي پوه شي، چې د سولې پروسه په څه ډول مخ ته وړل کېږي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 118293

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118293/

جمهور
  https://www.jomhornews.com