چین:

افغان سوله کې مهم پرمختګونه شوي، هند تر ګوښۍ نه دی ساتل شوی

25 سرطان 1398 ساعت 10:17

چین د افغان سولې په برخه کې د مهمو پرمختګونو خبر ورکړی او دا هم وايي، چې په دې پروسه کې هند ګوښی نه دی ساتل شوی.


چین د افغان سولې په برخه کې د مهمو پرمختګونو خبر ورکړی او دا هم وايي، چې په دې پروسه کې هند ګوښی نه دی ساتل شوی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جینګ شوانګ وايي، هېواد یې د افغان سولې په برخه کې هر ډول همکاری ته چمتو دی.

نوموړي په افغان سوله کې د شویو پرمختګونو جزیات نه دي په ډاګه کړې، خو په افغان سوله کې یې د هند همکاري هم اړینه بللې.

هغه دا خبره هم رد کړې، چې ګڼې هند د افغان سولې په روانو هڅو کې ګوښه ساتل شوی دی.

شوانګ وايي، هند د افغان سولې پروسه کې ګوښی نه دی ساتل شوی بلکې د دغه هېواد همکاري په دې برخه کې ډېره اړینه ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان جګړه د خبرو له لارې د حل وړ ده او د سیمې د هېوادونو ملاتړ او همکاري په دې برخه کې اغېزناکه او ګټوره ده.

چین په داسې حال کې له افغان سولې د هند د لرې ساتلو راپورونه ردوي، چې هندۍ ټایمز اف انډیا ورځپاڼه وایي، هند د افغان سولې پروسې څخه ایستل شوی دی.

ورځپاڼې په چین کې د افغان سولې په اړه د پاکستان، روسیې او چین غونډې ته په اشارې لیکلي، په چین کې له شوې غونډې چې د افغان سولې په تړاو پکې ځینې مهمې پرېکړې هم وشوې.

مطلب کې وړاندې راغلي، په افغان سوله کې د هند غږ نه اورېدل کېږي او لامل یې هم دا دی چې په دې مهمه پروسه کې پاکستان مرکزيت ته ځان رسولی او د خپلو ګټو په لټه کې دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
 


د مطلب کود: 118342

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118342/

جمهور
  https://www.jomhornews.com