طالبانو ته نېږدې سرچینې:

حاجي بشیر نورزی له ګوانتانامو زندان خوشی شو، سبا ښایي قطر ته ورسېږي

25 سرطان 1398 ساعت 10:48

طالبانو ته نېږدې سرچینې تاییدوي، چې د طالبانو د مړه شوي مشر ملا محمد عمر نېږدې کس حاجي بشیر نورزی له ګوانتانامو زندانه خوشی شوی دی.


طالبانو ته نېږدې سرچینې تاییدوي، چې د طالبانو د مړه شوي مشر ملا محمد عمر نېږدې کس حاجي بشیر نورزی له ګوانتانامو زندانه خوشی شوی دی.

پخواني طالب چارواکي سید آکبر اغا جمهور آژانس سره تلېفوني خبرو کې د حاجي بشیر نورزي د خوشي کېدو پخلی وکړ ویې ویل، ښايي هغه سبا چهارشنبې د چنګاښ ۲۶ مه قطر کې د طالبانو استازو ته وسپارل شي.

سید اکبرآغا و ویل«ښاغلی نورزی خوشی شوی دی، خو تر اوسه طالبانو ته نه دی سپارل شی، په قوي احتمال ښایي سبا چهارشنبې د چنګاښ ۲۶ مه د طالبانو دغه لوړ پوړی چارواکی د امریکایانو له خوا په قطر کې د طالبانو استازو ته وسپارل شي.»

نوموړي په دغه وخت کې چې د افغان سولې خبرې روانې دي، د حاجي بشیر نورزي خوشي کېدل ګټور وبلله او ویې ویل، حاجي نورزی د طالبانو د سیاسیونو او نظامیانو تر منځ خورا مجبوبیت او ځای لري او کولی شي د سولې لپاره ګټور تمام شي.

د ده په وینا حاجي بشیر نورزی د نورزي قوم یو مخور او د طالبانو مشر ملا محمد عمر ته نېږدې کس و نو ځکه په طالبانو کې ښه ځای او نفوذ لري.

باید و ویل شي، حاجي بشیر نورزی یو ملي سوداګر او د طالبانو مشر ملا محمد عمر ته نېږدې کس و، چې ۱۸ کاله یې په ګوانتانامو زندان کې تېر کړل.

خو دا چې هغه څه وخت او په کوم ځای کې د امریکايي ځواکونو له لوري نیول شوی وو په اړه یې معلومات نشته دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 


د مطلب کود: 118343

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118343/

جمهور
  https://www.jomhornews.com