کمانډو ځواکونو لوګر کې د طالبانو ۱۰۰ میله وسلې نیولې دي

25 سرطان 1398 ساعت 11:54

ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو لوګر ولایت کې د طالبانو ضد شپني عملیات کړي او کابو ۱۰۰ میله ډول ډول وسلې یې تر لاسه کړې دي.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو لوګر ولایت کې د طالبانو ضد شپني عملیات کړي او کابو ۱۰۰ میله ډول ډول وسلې یې تر لاسه کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن سه شنبې د چنګاښ ۲۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، کمانډو ځواکونو تېره شپه د لوګر د خروار ولسوالۍ په اړوند سیمه کې عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو اړوند ۱۰۰ میله ډول ډول وسلې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې او درې طالبان یې ژوندي نیولي دي.

خبرپاڼه وايي، په تر لاسه شویو وسلو کې ۸۳ میله کلاشینکوفونه، ۷ میله تومانچې، او څه باندې ۱۰۰۰ مرمۍ شاملې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 118348

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118348/

جمهور
  https://www.jomhornews.com