د واخان د ولسوال دنده د یوې بهرنۍ مېرمن د جنسي ځورونې له امله ځنډول شوې

25 سرطان 1398 ساعت 12:14

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د ولسوال دنده پر یوې بهرنۍ مېرمنې د جنستي تېري د تور له امله ځنډول شوې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د ولسوال دنده پر یوې بهرنۍ مېرمنې د جنستي تېري د تور له امله ځنډول شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وايي، د ولسوال دنده یادې موضوع ته د رسیدګۍ او څېړنو په موخه ځنډول شوې او پلټنې دوام لري.

د هغه په وینا یوه بهرنۍ سیلاني مېرمن واخان ولسوالۍ ته سفر کړی و او کله چې بېرته راستنېده نو د تاجکستان پولې ته نېږدې یې افغان سرحدي ځواکونو ته شکایت کړی و، چې د واخان ولسوال ورته جنسي ځورونه ورکړې ده.

نوموړی وایي، د دغه موضوع نېږدې ۲۰ ورځې کېږي او دوسیه یې د ولایت مرکز ته رسېدلی او د پلټنې لپاره یې یو پلاوی ټاکل شوی دی.

د والي ویاند د دغه بهرنۍ مېرمنې د هویت په اړه څه نه دي ویلي خو وايي، هغې د واخان له لارې ازبکستان ته سفر کړی وو.

ځینې راپورونه وايي، دغه بهرنۍ مېرمن د استرالیا تبعه ده او له تاجکستان څخه واخان ته راغلې وه، خو کله چې په جنسي توګه وځورول شوه بېرته تاجکستان ته تللې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 118349

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118349/

جمهور
  https://www.jomhornews.com