د پاکستان په یوه کان کې ۴ افغان کان کېدونکي وژل شوي

25 سرطان 1398 ساعت 12:28

د بلوچستان د کویټې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګازو خپرېدو له امله څلور افغان کان کندونکي وژل شوي او شپږ نور لا درکه دي.


د بلوچستان د کویټې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګازو خپرېدو له امله څلور افغان کان کندونکي وژل شوي او شپږ نور لا درکه دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان ډان ورځپانې نن د چنګاښ ۲۵ مه د ځايي چارواکو له قوله ویلي، یاد افغان کان کېدونکي تر ۴۰ ساعته بند پاتې کېدو وروسته د سیمې د خلکو له خوا را ایستل شوي دي.

د پاکستاني چارواکو به وینا د ډبرو سکور دغه کان، چې څلور نیم زره فټه ژوی دی ۱۱ افغان کان کېدونکو په کې کار کاوه.

راپورونه وایي، په دغه کان کې د ګازو خورېدو له امله څلور افغانان وژل شوي او پاتې نور لادرکه دي، چې د ژغورنې عملیات یې روان دي.
خو ځینې راپورونه وایي، په دغه کان کې ۱۰ واړه کان کېدونکي وژل شوي دي.

ویل کېږي، وژل شوي افغانان د افغانستان د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118350

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118350/

جمهور
  https://www.jomhornews.com