د ټاکنو د ځند په اړه د سناتورانو اندېښنې، نړیواله ټولنه تر ټاکنو، سولې ته لومړیتوب ورکوي

25 سرطان 1398 ساعت 15:37

سناتورانو په دې اړه چې ښايي نړیواله ټولنه د افغانستان د ولسمشرۍ تر ټاکنو سولې ته لومړیتوب ورکوي، د ټاکنو د ځنډ په اړه اندېښنه وشوده.


سناتورانو په دې اړه چې ښايي نړیواله ټولنه د افغانستان د ولسمشرۍ تر ټاکنو سولې ته لومړیتوب ورکوي، د ټاکنو د ځنډ په اړه اندېښنه وشوده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سناتورانو د نن سه شبنې چنګاښ ۲۵ مې په عمومي غونډه کې و ویل، د ټاکنو ځنډ په هېڅ شرایطو کې د هېواد په ګټه نه دی.

د دوی په وینا تر ټاکنو وړاندې له طالبانو سره سولې ته رسېدل امکان نه لري نو ځکه باید د سولې هڅې د ټاکنو پروسه ټکنۍ او ځنډنۍ نه کړي.

سناتور عبدالرحیم حسنیار و ویل، چې د تلې په شپږمه د ټاکنو تر سره کول یو قطعې امر دی او هېڅ بله پروسه باید ټاکنې سبوتاژ نه کړي، ځکه د افغان ولس او سولې دواړو برخلیک په ټاکنو پورې تړلی دی.

د مشرانو جرګې یو بل سناتور ګل احمد اعظمي هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې سوله او ټاکنې یو له بل سره نېغې اړیکې لري خو نه باید دغه دوه پروسې یو د بل تر سیوري لاندې راوستل شي.

د هغه په وینا افغان ولس د تلې په شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنو غوښتونکي دي او باید ټاکنې په خپل وخت تر سره شي، ځکه د خلکو د راتلونکي برخلیک پورې تړلی دی.

نوموړي په دولت غږ وکړ، چې سر له اوسه د رڼو ټاکنو د امنیت د تامین لپاره لاس په کار شي او له طالبانو یې هم وغوښتل، چې په هېواد کې سراسري ټاکنو ته زمینه برابره کړي تر څو خلک خپل برخلیک خپله وټاکي.

د مشرانو جرګې یوه بل غړي محی الدین منصف هم د ټاکنو په تر سره کېدو ټینګار وکړ ویې ویل که سوله له ټاکنو وړاندې کېږي ښه تر ښه که نه د سولې په پلمه باید ټاکنې ونه ځنډول شي.

نوموړي دې ته په اشارې، چې د ټاکنو کمېسیون چارې پڅې روانې دي او یا هم په دې برخه کې نړیواله ټولنه دلچسپي نه لري خبرداری ورکړ، که ټاکنې په وخت تر سره نه شي، د هېواد ستونزې به تر دې هم ډېرې شي.

خو د جرګې یو بل غړي رحمت الله اڅکزي و ویل، چې طالبان د سولې د خبرو په جریان کې له ټاکنو سره توافق نه لري نو ښه ده، چې لومړی د سولې پروسه پایلې ته ورسېږي او وروسته سراسري ټاکنې وشي.

ولې د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یا ټینګار وکړ، چې فکر نه کوي تر ټاکنو وړاندې سولې وشي نو ښه به دا وي، چې د ټاکنو اړوند بنسټونه ټاکنې جدي ونیسي او په ښه توګه یې تر سره کړي.

د هغه په وینا چې د سولې پروسه د افغانستان د خلکو په لاس کې نه ده، نو ځکه باید ټاکنې ورته ونه ځنډول شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 118359

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118359/

جمهور
  https://www.jomhornews.com