ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې احتمالي هوکړه، پر ولسمشریزه ټاکنو اغېز نه لري او ټاکنې باید په خپل وخت تر سره شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې له ټي ار ټي نړیوالې شبکې سره په یوه مرکه کړې او دا مرکه د ارګ په رسمي فسبوک پاڼه هم خپره شوې ده.
ښاغلي غني ویلي، هغه سوله چې پر ولسمشرۍ ټاکنو به اغېز ولري، هغه به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ سوله وي، نه د امریکا او طالبانو تر منځ سوله.
ولسمشر ویلي«انتخابات مهم دي، ځکه انتخابات د اساسي قانوني له مخې یوه حتمي پروسه ده او د افغانستان راتلونکی ولسمشر هغه که زه وم که بل څوک باید د سولې لپاره واک ولري، ځکه سوله سختې پریکړې، سختې چانې وهل غواړي او باید وکولی شي چې بېرته یې د افغانستان پر خلکو ومني.»
افغان ولسمشر د موقت حکومت اوازې بې مانا وبللې او ټینګار یې وکړ، چې سوله باید د جمهوریت په چوکاټ کې وي، نه د امارت ځکه د ده په وینا د طالبانو امارت افغان ولس منلی نه و، بلکې په زرو پرې تحمیل شوی وو.
په ورته وخت کې ښاغلي غني زیاته کړې، چې د امریکا او نورو مذاکره کوونکو سره یې په دې توافق کړی چې له طالبانو سره تر ټاکنو مخکې پر ابتدايي سوله یا د سولې پر یو کاري چوکاټ توافق وکړي.
ښاغلي غني په دوو پړاوونو کې د سولې پر هوکړه ټینګار وکړ او ویلې دي هیله مند دی چې ابتدايي توافق تر انتخاباتو مخکې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې وشي.
ورپسې به د نوموړي په وینا جامع هوکړه کېږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په نتیجه کې به ترلاسه کېږي او ورپسې به عملي کېږي.
ولسمشر وایي، هر ډول سوله چې کېږي باید د افغانستان خلک یې د ملي شورا، لویې جرګې او یا ټول پوښتنې له لارې تأیید کړي.
بل خوا ولسمشر د پاکستان په اړه وویل، چې دې هېواد ته په خپل وروستي سفر کې یې د پاکستاني چارواکو سره د مخامخ خبرو پر مهال د افغانستان په اړه د هغوی په لید لوري کې د بدلون نیت درک کړی.
ښاغلي غني زیاتوي، د پاکستان په دولت کې په لوړه کچه د لید لوري بدلون په دې مانا نه دی چې دغلته په منځني کچه هم د افغانستان په اړه لید لوری بدل شوی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ترکیې له ټي ار ټي شبکې سره په دې مرکه کې ټینګار وکړ، چې لا هم د پاکستان له خاورې د افغانستان خلاف نااعلان شوې جګړه روانه ده.
جمهورخبري آژانس:کابل