د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳۷ سلنه لوړه شوې

26 سرطان 1398 ساعت 9:36

اذربایجان وايي، له افغانستان سره یې په سوداګریزه او اقتصادي برخه کې د اسانتیاوو له راوستو سره سم د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.


اذربایجان وايي، له افغانستان سره یې په سوداګریزه او اقتصادي برخه کې د اسانتیاوو له راوستو سره سم د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اذربایجان د اقتصاد مرستیال وزیر صاحب محمدوف ویلي، په تېر ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳۷ سلنې ته لوړه شوه.

نوموړي زیاته کړې، چې روان کال تر دې دمه ۱۵ سلنه نوره هم لوړه شوې ده او هیله لري، چې دغه اړیکې لا پراخې شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ راکړه ورکړه پراختیا و مومي.

د اذربایجان د اقتصاد مرستیال وزیر صاحب محمدوف دغه راز ټینګار کړیو چې د لاجوردو لار د دواړو هېوادونو تجارت ته ډېره مهمه ده او د دې لارې په بشپړ فعالېدو به سوداګري نوره هم پراخه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118379

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118379/

جمهور
  https://www.jomhornews.com