ولسمشر غني له محمد بن سلمان سره پر سوله خبرې کړې

26 سرطان 1398 ساعت 9:45

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې اترې کړې دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي غني او ښاغلي سلمان پرون سه شنبې د چنګاښ ۲۵ مه ماښام تلېفوني خبرې وکړې.

سرچینه زیاتوي، چې دواړو مشرانو د افغانستان د سولې تر څنګ د سیمې د امنیتي مسایلو، له ترهګرۍ سره او د سیمې د منطقوي اتصال په اړه خبرې اترې کړې دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویلي، پر دې سربېره ولسمشر له ښاغلي سلمان سره د سعودي عربستان بازارونو ته د افغانستان د محصولاتو په رسېدنې هم خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118381

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118381/

جمهور
  https://www.jomhornews.com