۰
جنرال مېلر:

د افغان ځواکونو ملاتړ او سلا مشورو ته دوام ورکوو

چهارشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۴
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وایي، له افغان ځواکونو به د دوی ملاتړ دوام ولري او د افغانانو د خوندیتوب لپاره به اوږه په اوږه ورسره کار وکړي.
د افغان ځواکونو ملاتړ او سلا مشورو ته دوام ورکوو
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وایي، له افغان ځواکونو به د دوی ملاتړ دوام ولري او د افغانانو د خوندیتوب لپاره به اوږه په اوږه ورسره کار وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر چې د افغانستان د ملي دفاع مرستیال وزیر جنرال یاسین ضیا، د کورنیو چارو امنیتي مرستیال خوشحال سادات او ځینې نور لوړ پوړي چارواکي ورسره و، هرات ولایت ته سفر کړی او دغه څرګندونې یې هلته یوه خبري ناسته کې کړې دي.

نوموړي تینګار کړیو چې نړیوال ځواکونه به له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه د افغانانو د خوندیتوب لپاره کار وکړي او د افغان ځواکونو ملاتړ او سلاه مشورو ته به دوام ورکړي.

هغه په خپلو «موږ غواړو له وسله والو مخالفانو څخه د ښارونو په پاکولو سره ملکي تلفات صفر ته راښکته شي.»

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت مرستیال جنرال یاسین ضیا طالبان د  ملکیانو په وژنه تورن کړل ویې ویل، چې طالبان له ملکي وګړو د سپر په توګه کار اخلي.

جنرال یاسین ضیا و ویل، چې طالبانو په دې وروستیو میاشتو کې فاریاب، غزني، فراه او هرات کې پراخ ملکي تلفات اړولي دي.

په همدې خبري کنفرانس کې بیا د کورنیو چارو ارشد امنیتي معین خوشحال سادات و ویل، چې لویدیځ ولایتونو کې به د طالبانو د ځپلو لپاره د ځواکونو شمېر لا ډېر کړای شي.

نوموړي زیاته کړه، دولت داسې هم نه شي کولی چې هر کور ته سرتېری ودروي، خو په وینا یې خلک هم باید له حکومتي ځواکونو سره همکار شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي