۰

طالبانو د میدان وردګو ولایت روغتیايي مرکزونه تړلي

چهارشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۶
راپورونه وایي، وسله والو طالبانو د میدان وردګ ولایت ډاکترانو ته خبرداری ورکړی، چې روغتونو ته ولاړ نه شي او دروازې یې وتړي.
طالبانو د میدان وردګو ولایت روغتیايي مرکزونه تړلي
راپورونه وایي، وسله والو طالبانو د میدان وردګ ولایت ډاکترانو ته خبرداری ورکړی، چې روغتونو ته ولاړ نه شي او دروازې یې وتړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي د دغه ګواښونو له امله د میدان وردګو د مرکزي روغتون په ګډون ټول ۴۴ روغیتايي مرکزونه تړل شوي دي.

طالبانو د تلېفوني پیغام له لارې روغتیايي کارکوونکو ته ګواښ کړی، چې روغتونو ته ورنشي او ویې تړلي.

د میدان د مرکزي روغتون مشر ډاکتر محمد نادر نادري رسنیو ته ویلي طالبانو د ده په شمول ټولو ډاکترانو ته ګواښ کړی، چې دندې پرېږدي او روغتونونه وتړي.

هغه ویلي« کارکوونکي ټول ویریدلي تر موږ پورې. ټولو ته ګواښ شوی. اوس وتلي. ولسوالیو کې هم تقریباً ۴۴ کلینیکونه ټول تړل شوي دي.»

د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي هم تاییدوي، چې د دغه ولایت ټول روغتیايي مرکزونه د طالبانو د ګواښونو له امله تړل شوي او خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

د میدان وردګ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حکمت دُراني تایید کړې، چې طالبانو ډاکټران ګواښلي خو ټینګار یې  کړی، چې دا ستونزه به ژر حل او روغتیايي مرکزونه به بیا پرانېستل شي.

دی وايي، طالبانو د افغان پوځیانو د هغو عملیاتو په غبرګون دا کار کړی چې څو ورځې وړاندې یې په دایمیرداد ولسوالۍ کې تر درملنې لاندې وسله والو طالبان په نښه کړي وو.

جمهورخبري آژانس:میدان وردګ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي