هرات کې د انسان تښتوونکو یو حرفوي ډلمشر وژل شوی

26 سرطان 1398 ساعت 12:12

هرات ولایت کې د انسان تښتونکو د یوې حرفوي ډلې مشر له پولیسو سره په مخامخ نښته کې وژل شوی او بل ملګری یې ټپي شوی دی.


هرات ولایت کې د انسان تښتونکو د یوې حرفوي ډلې مشر له پولیسو سره په مخامخ نښته کې وژل شوی او بل ملګری یې ټپي شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه انسان تښتوونکی عارف مشهور په استاد عارف نومېږي، چې د کورنیو چارو وزارت په وینا د انسان تښتوونکو یو حرفوي ډلمشر وو.

کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبې د چنګاښ ۲۶ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، عارف په استاد عارف مشهور و او له هغې وروسته په هرات ښار کې د پولیسو لخوا ووژل شو، چې د پولیسو خبرداري ته یې غوږ ورنه کړ او په وسله واله نښته یې لاس پورې کړ.

سرچینه زیاتوي، چې په دې نښته کې د عارف یو بل ملګری، چې په انسان تښتونه کې یې لاس درلود ټپي شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 118391

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118391/

جمهور
  https://www.jomhornews.com