کابینې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره بودجه تایید کړه

27 سرطان 1398 ساعت 9:20

افغان حکومت د کال د منځنۍ بودجه په چوکاټ کې د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو لپاره ځانګړې شوې بودجه د کابینې په غونډه کې تایید کړه.


افغان حکومت د کال د منځنۍ بودجه په چوکاټ کې د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو لپاره ځانګړې شوې بودجه د کابینې په غونډه کې تایید کړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، کابینې تېره ورځ چهارشنبې د چنګاښ ۲۶ مه له غرمې وروسته غونډه وکړه او په کې یې د ټاکنو لپاره بودجه تایید کړه.

سرچینه وایي، په غونډه کې لومړۍ د مالیې وزارت مالي مرستیال د ۱۳۹۸ کال له پیله د چنګاښ میاشتې تر ۲۴ مې پورې د بودجې د لګښت او دغه راز د همدې کال د منځۍ بودجې د ارزونې په اړه معلومات وړاندې کړل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي له دې وروسته د کابینې غړو د بودجې د لګښت د ملي بودجه د منځنۍ اروزنې طرحه تایید کړه.

که څه هم خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي، چې څومره بودجه ټاکنو ته ځانګړې شوې، خو وړاندې له دې د ټاکنو کمېسیون خبر ورکړی و، چې حکومت د ټاکنو لپاره ۹۰ میلیون ډالره بودجه پر غاړه اخیستې ده.

د کابینې په غونډه کې ولسمشر یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د تلې شپږمه تر سره کېږي او لګښت یې حکومت ورکوي.

افغان ولسمشر و ویل، هېڅ ډول مادي خنډ باید د ټاکنو پر وړاندې ونه درېږي او نه هم باید ټاکنې ځنډنۍ کړي.

ښاغلي غني سوله او ټاکنې یو د بل بشپړونکې وبللې ویې ویل، دولت پر دواړو پروسو جدي تمرکز لري او د سولې چوکاټ د لویې جرګې پرېکړه لیک ټاکلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 118426

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118426/

جمهور
  https://www.jomhornews.com