۰
حامد کرزی:

پر افغان سوله د امریکا او نورو هېوادونو ترمنځ معامله د منلو نه ده

پنجشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۲
مخکنی ولسمشر حامد کرزی وایي، افغانستان کې جنګ پاکستان او امریکا پیل کړی او همدوی به یې پای ته رسوي، خو په وینا یې په سوله کې هېڅ ډول معامله ورته د منلو نه ده.
پر افغان سوله د امریکا او نورو هېوادونو ترمنځ معامله د منلو نه ده
مخکنی ولسمشر حامد کرزی وایي، افغانستان کې جنګ پاکستان او امریکا پیل کړی او همدوی به یې پای ته رسوي، خو په وینا یې په سوله کې هېڅ ډول معامله ورته د منلو نه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې نن پنشنبې د چنګاښ ۲۷ مه د سولې او امنیت په اړه په یوه جوړ شوي کنفرانس کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې امریکا باید د سولې په روانه پروسه کې رښتینې وي او دا باید د یوه بل ناورین پیل نه وي، بلکې داسې یوه سوله وي، چې ټول په کې ځانونه ګډ وبولي او کوربانه یې افغانان وي.

ښاغلي کرزي و ویل«ټول افغانان باید ځانونه په سوله کې ګډ وبولي، دوی باید د سولې کوربانه وي نه مېلمانه.»

پخواني ولسمشر ټنیګار وکړ، چې دوی د سولې لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي، خو پر افغان سوله د امریکا او نورو هېوادونو تر منځ معامله ورته د منلو نه ده.

کرزی وایي، د سولې په پروسه کې باید د سیمې هېوادونه په تېره هند او ایران هم ګډ کړل شي او ترې ګوښي ونه ساتل شي.

حامد کرزي د سولې لپاره روانې هڅې خورا مهمې بللې وايي، دا سوله به د یوه نوي افغانستان بنسټ کېږدي، خو ټینګار یې یاد بنسټ باید کوږ نه وي او د یوه بل بحران سبب نه شي.

هغه د سولې په پروسه کې یو ځل بیا د سیمې د هېوادونو باور مهم وباله او وایي هېڅوک باید له دغه پروسې وېره ونه لري او امریکا ته هم په کار ده، چې ټول ګاونډي هېوادونه ډاډه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي