ملګرو ملتونه:

د بشري حقونو له خپلواک کمېسیون سره همکاریو ته دوام ورکوو

27 سرطان 1398 ساعت 13:19

ملګري ملتونه وایي، د افغانستان د بشري حقونو له خپلواک کمېسیون سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.


ملګري ملتونه وایي، د افغانستان د بشري حقونو له خپلواک کمېسیون سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملګرو ملتونو نن پنشنبې د چنګاښ ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دوی د کمېسیون د نوي مشرې له اعلانېدو سره سم غواړي ټینګار وکړي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې به له دې کمېسیون سره د تېر په څېر همکار وي.

د یادونې ده، چې افغان حکومت پرون د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نوې مشرې او کمېشنرانو د ټاکل کېدو اعلان وکړ.

ارګ وايي، د دغه کمېسیون د پخوانۍ مشرې سیما سمر پر ځای مېرمن شهزاد اکبر ټاکل شوې ده او دغه راز اسدالله یوسفي، بنفشه یعقوبي، محمد ایوب یوسفزی، سید احسان خلیق، شبنم صاحلي، شکرالله مشکور، محمد نعیم نظري او راضیه صیاد د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نویو کمېشنرانو په توګه ټاکل شوي دي.

ولسمشرۍ ماڼې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کې د نویو بدلونو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

باید و ویل شي، چې سما سمر له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118441

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118441/

جمهور
  https://www.jomhornews.com