۰

د داعش د وژل شوي مشر عمر خراساني ساتونکی نیول شوی دی

پنجشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۷
سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو افغانستان کې د داعش د وژل شوي مشر عمر خراساني یو مهم ساتونکی نیولی دی.
د داعش د وژل شوي مشر عمر خراساني ساتونکی نیول شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو افغانستان کې د داعش د وژل شوي مشر عمر خراساني یو مهم ساتونکی نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د خراساني دغه مهم ساتونکی عبدالواجد نومېږي.

د خوږیاڼي په وینا عبدالواجد د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ کې د ملي امنیت د ځواکونو له خوا په ځانګړو عملیاتو کې نیول شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې عبدلواجد د داعش د وژل شوي مشر عمر خراساني مهم ساتونکی او هغه ته تر ټولو نېږدې کس وو.

په ورته وخت کې نیول شوي کس چې ځان یې د داعش په لیکو کې د زهیر په نوم معرفي کړی وایي، له څه ۲۰ میاشتو راهیسې له داعش سره یو ځای شوی.

دی وايي، په لومړي سر کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې له داعش ډلې سره یو ځای شو او تر هغې وروسته کونړ کې د دغه ډلې له قوماندان عمر خراساني سره یو ځای شو.

بل خوا چارواکو په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د یوه قوماندان د نیولو خبر هم ورکړی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي