ملي امنیت:

د کندهار په امنیه قوماندانۍ برید له ډېورنډ کرښې پورې غاړه طرحه شوی وو

29 سرطان 1398 ساعت 9:42

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د کندهار په امنیه قوماندانۍ د طالبانو موټر بم ډلیز ځانمرګی برید له ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې پلان شوی وو.


د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د کندهار په امنیه قوماندانۍ د طالبانو موټر بم ډلیز ځانمرګی برید له ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې پلان شوی وو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار په امنیه قوماندانۍ د تېرې پشنبې چنګاښ ۲۷ مه مازیګر شاوخوا څلور بجې لومړی موټر بم او وروسته ډلیز وسله وال ځانمرګی برید وشو.

د چارواکو په وینا برید ګر ۸ تنه و، دوه په کې ځانمرګي او نور وسله والو وو، چې ځانمرګو یې ځانونو پورې تړولو توکو ته چاودنه ورکړه او شپږ نور یې د افغان ځواکونو له خوا و وژل شول.

د دوی په خبره په دغه برید کې د یوه ماشوم په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان شوي دي.

د برید له امله خلکو په تېره سوداګرو ته په میلیونونه ډالره زیان هم اوښتی دی.

د برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه واخیست.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، دغه برید له ډېورنډ کرښې پورې غاړه چمن کې پلان شوی و، او بریدګرو له برید وړاندې د پولې پورې غاړې خپلو مشرانو سره تلېفوني خبرې کړې دي.

د ملي امنیت لخوا رسنیو ته لېږل شوې اعلامیه کې ویل شوي، د دغه برید د تر سره کوونکو او په پاکستان کې د هغوی له مشرانو سره ټلیفوني خبرې، د کرښې هغې غاړې پاکستان کې د تروریستانو ښکاره حضور او زموږ د خاورې پر ضد د وسله والو بریدونو د پلانونو ښکاره ثبوب دی.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 118471

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118471/

جمهور
  https://www.jomhornews.com