میدان وردګو کې ټول روغتیايي مرکزونه بېرته پرانستل شول

29 سرطان 1398 ساعت 10:01

په میدان وردګو ولایت کې د سویډن کمېټې ټول تړل شوي روغتیايي مرکزونه او کلېنیکونه بېرته پرانستل شول.


په میدان وردګو ولایت کې د سویډن کمېټې ټول تړل شوي روغتیايي مرکزونه او کلېنیکونه بېرته پرانستل شول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کلېنیکونه له تېرو پنځو ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو له خوا تړول شوي و، خو د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي و، روغتیايي مرکزونو سره دوی کار نه لري او نه هم دوی تړلي.

دغه روغتیايي کلېنیکونه نن شنبې د چنګاښ ۲۹ مه بېرته پرانستل شوي او فعالیت یې پیل کړی دی.

د سویډن کمېټې د روغتیايي برخې مسوولین وایي،تېره ورځ ناوخته یې لوی روغتیایي مرکزونه پرانیستل شوي وو او نن سهار راهیسې بیا ټولو مرکزونو خپل فعالیتونه پيل کړي دي.

د سویډن کمېټې د پروګرامونو مسوول ډاکټر خالد فهیم په وینا دغه مرکزونه د ځايي خلکو او مخورو په منځګړیتوب پرانیستل شوي او خپلو عادي فعالیتونو ته به ادامه ورکړي.

د یادونې ده، چې ۴۲ کلینیکونه په میدان وردګو کې تړل شوي وو چې له امله یې هره ورځ تر ۶۰۰۰ زره پورې ناروغان له روغتیايي خدماتو بې برخې کېدل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118472

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118472/

جمهور
  https://www.jomhornews.com