خلیلزاد له طالبانو سره د سولې بل پړاو خبرو ته چمتوالی نیسي

29 سرطان 1398 ساعت 10:36

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د بل پړاو خبرو د پیل لپاره د چمتوالي خبر ورکړی دی.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د بل پړاو خبرو د پیل لپاره د چمتوالي خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد ویلي، په همدې تړاو یې د ځینو هېوادونو له استازو سره لیدلي او پر سوله یې ورسره خبرې کړې دي.

د خلیلزاد په وینا دغه په واشنګټن کې د نورو کارونو تر څنګ د جرمنې له مرستیالې سفیرې، د هند له سفیر او د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عزیز کاملوف سره یې کتلي دي.

خلیلزاد وايي، په دې لیدنو کې پر افغان سوله او په دې برخه کې پر لا ډېرو پرمختګونو خبرې شوې دي.

نوموړي ویلي، په نږدې راتلونکې کې به د خپلو هڅو بل پړاو پيل کړي او دی تمه لري چې لا ډېرې لاس ته راوړنې ولري.

خو د بل پړاو خبرو د پیل کره نېټه یې نه ده په ګوته کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118474

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118474/

جمهور
  https://www.jomhornews.com