مارکس پوتزل: د افغان سولې په برخه کې هند باید له پامه ونه غورځول شي

29 سرطان 1398 ساعت 10:43

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکس پوتزل وایي، د سولې په برخه کې د هند رول حیاتي ارزښت لري.


د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکس پوتزل وایي، د سولې په برخه کې د هند رول حیاتي ارزښت لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پوتزل چې دا مهال په نوي ډهلي کې دی ویلي، جرمني او نړیواله ټولنه په دې باور ده، چې هند د افغانستان سولې په برخه کې پیاوړی رول لوبولی شي.

د هغه په وینا د افغان سولې په پروسه کې د سیمې ټول هغه هېوادونه چې په دې پروسه کې ښکېل بلل کېږي بايد له پامه ونه غورځول شي.

پوتزل دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې څو ورځې هندي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي و، چې هند د افغان سولې په برخه کې ځنډې ته کړی شوی او پاکستان مرکزي رول لري.

بل خوا د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي د ټاکنو په ترسره کېدو هم ټینګار کړی وايي، د سولې او ټاکنو پروسې باید په ښه ډول مدیریت شي.

نوموړی وایي، سولې ته د رسېدو لپاره باید داسې میکانیزم رامنځ ته شي، چې اساسي قانون ته پکې درناوی شوی وي او ترهګرو ډلو ته د فعالیت فرصت په لاس ورنه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118475

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118475/

جمهور
  https://www.jomhornews.com