۰

د پاکستان لومړی وزیر سبا امریکا ته ځي

شنبی ۲۹ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۸
ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان سبا واشنګټن ته ولاړ شي او د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.
د پاکستان لومړی وزیر سبا امریکا ته ځي
ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان سبا واشنګټن ته ولاړ شي او د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان سبا یکشنبې د چنګاښ ۳۰ مه په درې ورځني سفر واشنګټن ته ځي، چې د سپینې ماڼۍ په خبره په دې لیدنه کې به د امریکا او پاکستان تر منځ د اړیکو پر لا ټینګښت خبرې وشي.

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، په دې لیدنه کې به د سیمې، سولې ثبات او اقتصادي ودې په تړاو بحث وشي.

ویل کېږي، د امریکا د ولسمشر او پاکستان د لومړي وزیر خبرې به د نورو مسایلو ترڅنګ تر ډېره پر افغان سوله راڅرخي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي