دفاع وزارت: اروزګان ۲۸ طالبان وژل شوي

29 سرطان 1398 ساعت 11:41

ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک اروزګان ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه پتنځای برید کړی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک اروزګان ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه پتنځای برید کړی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د چنګاښ ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي افغان هوايي ځواک د خاص اروزګان او مرکز ترینکوټ ښار اړوند سیمو کې د طالبانو پر خځو هوايي بریدونه کړي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی او د طالبانو یو پټنځای له منځه وړل شوی دی.

طالبانو څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 118481

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118481/

جمهور
  https://www.jomhornews.com