خلیلزاد کابل ته روان دی، تر سپټمبر پورې به د سولې احتمالي موافقه نهايي شي

29 سرطان 1398 ساعت 13:58

هندي رسنیو د دغه هېواد د حکومتي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی کابل ته روان دی.


هندي رسنیو د دغه هېواد د حکومتي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی کابل ته روان دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې هند آی این آی خبري اژانس نن شنبې د چنګاښ ۲۹ مه د حکومتي سرچینو په قول وایي، خلیلزاد به سبا یکشنبې د چنګاښ ۳۰ مه کابل ته ولاړ شي.

تر دې وړاندې خلیلزاد هم ویلي و، چې واشنګټن کې د نورو کارونو تر څنګ د افغان سولې پر سر د ځینو هېوادونو له استازو سره په خبرو بوخت دی.

د خلیلزاد په وینا دغه په واشنګټن کې یې د جرمنې له مرستیالې سفیرې، د هند له سفیر او د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عزیز کاملوف سره یې کتلي دي.

خلیلزاد وايي، په دې لیدنو کې پر افغان سوله او په دې برخه کې پر لا ډېرو پرمختګونو خبرې شوې دي او په نږدې راتلونکې کې به د خپلو هڅو بل پړاو پيل کړي او دی تمه لري چې لا ډېرې لاس ته راوړنې ولري.

د هند آی این آی خبري اژانس هم تایید کړې، چې خلیلزاد پرون جمعه په واشنګټن کې د هند له سفیر هارش واردهن شیرینګلا سره په دې اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې فکر کوي هند به د افغانستان د سولې په پروسه کې یو مهم شریک واوسي.

نوموړي د افغانستان د سولې د موافقې احتمال ته خوشبیني ښکاره کړه، ویلي یې دي ځینې کارونه لا پاتې دي په تېره بیا په افغانستان کې د ښکېلو خواوو ترمنځ د سولې تړون.

په ورته وخت کې ځینې سرچینې وایي، ښايي د خلیلزاد او طالبانو تر منځ بل پړاو خبرې د روانې جولای میاشتې په ۲۴ مه نېټه قطر کې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118484

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118484/

جمهور
  https://www.jomhornews.com